تازه خبرونه
د امریکا دفاع وزیر مارک سپر کابل ته راغلی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د امریکا دفاع وزیر مارک سپر په یو ناڅاپي سفر کابل ته رارسیدلی، چې د فاع وزارت ته یې له نومول کیدو وروسته دا د نوموړي لومړنی سفر دی.
د پنټاګون دغه مشر به په افغانستان کې د افغان مشرانو او د متحده ایالاتو له سرتېرو سره وګوري.
د راپورونو له مخې؛ مارک سپر د خپل سفر مل خبریالانو ته ویلي؛ هغه باور لري، چې د امریکا متحده ایالات کولی شي په افغانستان کې امریکايي ځواکونه ۸۶۰۰ ته راټیټ کړي.
هغه دا هم ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو وتل به له وسلوالو مخالفانو سره د سولې د هوکړې یوه برخه وي.
دا مهال امریکا په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰سرتېري لري.
دا راپورونه په داسې حال کې خپریږي، چې د امریکا او طالب پلاوي د سولې د خبرو د بیا پیل په اړه خبرې روانې دي.