تازه خبرونه
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د البغدادي وژل کیدل ومنل
ولسمشر ترمپ د یکشنبې پر ماښام( د لړم ۵) په یوه خبري ناسته کې څرګنده کړه، چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي خپل له چاودیدونکیو توکو ډک واسکت ته چاودنه ورکړې؛ ځان او څو نور ماشومان یې وواژل.
نوموړي البغدادي خونړی ونوماوه او زیاتوې، چې امریکایي ځواکونو تر مرګه پورې وڅاره.
د ترمپ د څرګندونو له مخې؛ نوموړی تېره شپه په داسې حال کې، چې په یوه تونل کې پټ شوی و ووژل شو.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي رسنیو راپور ورکړی و، چې د دې هېواد ځواکونو په سوریه کې د [(اسلامي دولت) (داعش)] ډلې د مشر ابوبکر البغدادي پر وړاندې عملیات تر سره شودي.
سپينې ماڼۍ ویلي وه، چې ولسمشر دونلد ترمپ به د یکشنبې پر ورځ (لړم ۵/اکټوبر ۲۷) یوه (لویه بیانیه) ورکړي؛ خو په دې اړه نور جزئیات ندي ورکړ شوي.
ولسمشر ترمپ له دې خبر وړاندې په یوه مرموز تویت کې څرګنده کړې وه، چې یو لوی څه پېښ شوي دي.
امریکايي رسنیو د نامعلومو سرچينو له قوله ویلي، چې د دې هېواد ځواکونو د سوریې په شمال کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي د عملیاتو پرمهال په نښه کړی دی.
د (نیوزویک) خبري رسنۍ د عملیاتو اړوند یوه چارواکو له قوله ویلي؛ دغه پوځي عملیات ځانګړيو ځواکونو له هغې وروسته پيل کړل، چې دوی ته ( د عمل وړ باوري استخباراتي معلومات) ور ورسیدل.
د داعش د مشر ابوبکر البغدادي د مړینې خبر څو وارې وړاندې هم خپور شوی؛ خو وروسته ناسم بلل شوی دی.
د البغدادي مخکنی مشر ابو مصعب الزرقاوي و، چې د مرګ تر ورځې پورې یې په عراق کې د تر ټولو خطرناکې ډلې مشري کوله؛ د عمر په وروستیو کې پټ شوی و، خو تر افشا کیدا وروسته د امریکایانو له خوا ووژل شو.
اټکل کېږي، چې بغدادي پر ۱۹۷۱ زېږدیز کال د بغداد دشمال په سامراء ښار کې زیږېدلی او د راپورونو له مخې، هغه په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا د یرغل پرمهال د ښار د یوه جومات امام و.