تازه خبرونه

د امریکا دفاعي چارواکو د سرتېرو پر کمولو او د عملیاتو پر روان ساتلو ټینګار کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا دفاعي چارواکو ويلي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف د عملیاتو د روان ساتلو ترڅنګ غواړي په دغه هېواد کې د خپلو سرتېرو شمېر هم راټیټ کړي.

د امریکا کانګرس له دفاع وزیر او لوی درستیز څخه په افغانستان کې د روانې جګړې او سولې په اړه پوښتنې کړې دي.

د امریکا دفاع وزیر مارک سپر کانګرس ته ویلي، چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د کچې پر راټیټولو غور کوي؛ خو دا ټينګار هم شته، چې له ترهګرۍ سره به مبارزه رونه ساتي.

د امریکا دفاع وزیر مارک سپر د کانګرس ناستې ته څرګنده کړې، چې مونږ په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد یو مهم ماموریت لرو. په دې معنا، چې افغانستان بیا هیڅکله د ترهګرو پر ځالې بدل نشي او له دغې خاورې پر متحده ایالتونو بیا برید ونشي. زه غواړم خپل پوځونه هلته راکم کړم او ښه دا ده، چې د افغانستان جګړې ته سیاسي حل لار وموندل شي.

دغه راز د امریکا لوی درستیز مارک میلي هم ویلي، چې طالبان افغان حکومت پر رسمیت نه پېژني او له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته ندي حاضر؛ خو ټينګار یې کړی، چې د امریکا په ګډون د افغانستان په قضیه کې ټول ښکېل افغان اړخونه د خبرو مهمه برخه ګڼل کیږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: طالبان نه غواړي له افغان حکومت سره خبرې وکړي او افغان حکومت یې غواړي؛ نو همدا علت دی، چې د دوی ترمنځ تر اوسه خبرې شوې ندي. زه ګومان کوم، چې اوس د افغانانو خپلمنځي خبرو ته نږدې شوي یو. افغانان به خپلې ستونزې په خپله حل کړي. غوره لار دا ده، چې افغانان په خپلو منځو کې سره جرګه شي.  

په افغانستان کې د روانې اوږدې جګړۍې په اړه د امریکا د بوستون انستیتیوت او ویستون پوهنتون یو ګډ راپور ښیي، چې په افغانستان کې د امریکا له ۲۰ کلنې جګړې نژدې ۱۵۰ زره کسان وژل شوي دي.

دغه راپور په ډاګه کوي، چې: له ۲۰۰۱ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۹ پورې په جګړه کې شاوخوا اته دېرش زره څلور سوه نهه اتیا ملکیان او اته پنځوس زره پېنځه سوه شپږ نوي  افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د راپور له مخې؛ په دې موده کې دوه زره څلور سوه امریکايي سرتېري، د دې ځواکونو درې زره نهه سوه اووه دېرش قراردادیان او د مرستندویه بنسټونو ۴۰۹ کارکوونکي هم وژل شوي دي.

د دغو امریکايي روزنیزو بنسټونو په راپور کې دا هم راغلي، چې په تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې دوه څلوېښت زره او سل وسلوال طالبان او د نورو وسلوالو ډلو غړي وژل شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر مارک سپر د کانګریس غونډې ته زیاته کړې؛ زمونږ سرتېري افغانانو ته له ترهګرۍ سره د مبارزې زدکړې ورکوي او په استخباراتي برخه کې مرسته کوي، چې کار یې اغېزمن شي.

دغه راز د دغه هېواد لوی درستیز مارک میلی ویلي؛ له دوه زره لومړي کال راپدیخوا زمونږ ستراتیژي دا ده، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل نشي. مونږ اوس همکاري کوو، چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرې یوې پایلې ته ورسیږي.

له دې ټولو سره سره په افغانستان کې د امریکا تر ټولو د اوږدې جګړې د پای ته رسولو نښې نښانې نه ښکاري او د سولې د خبرو او هڅو ترڅنګ د جګړې ډګر هم تود ساتل شوی دی.

Trending

Exit mobile version