تازه خبرونه
د امریکا فدرال محکمې یوسف نورستانی پر لږ تر لږه ۱۰ کلن بند محکوم کړ
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
یوسف نورستاني منلې، چې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۸ پورې یې خپل تابعیت پټ ساتلی و او له دې کبله یې ۱۰۰ زره امریکایي دالر په ناقانونه توګه د امریکا له حکومته تر لاسه کړي دي.
د کالفرنیا د پلټنې دفتر هغو کسانو ته، چې بېوسه دي؛ مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې نوموړی اته میاشتې مخکې له درندو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي محکمې هم له دندې څخه د ناوړه استفادې پر تور پر یو کال او یوه میاشت تنفیذي بند او د یو میلیون افغانیو پر نقدي ورکړه محکوم کړی دی.