تازه خبرونه

د انرژۍ پر تولید سلګونه میلیون دالر پانګونه شوې- پانګوال

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د خصوصي سکتورغړیو ویلي؛ د انرژۍ د تولید په برخه کې یې سلګونه میلیون دالر پانګونه کړې ده.

په افغانستان کې د انرژۍ د پانګونې شرکتونو د ټولنې غړيو ويلي؛ په بېلابېلو ولایتونو کې یې د انرژۍ د تولید په برخه کې میلیونونه دالره پانګونه کړې ده.

دوی زیاته کړې؛ اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي او داسې ادرس نشي موندلی، چې د دوی ستونزې اوارې کړي او له مالي پلوه یې ملاتړ وکړي.

دوی وايي، که د اوبو او انرژۍ وزارت د دوی ستونزې حل کړي، خپله پانګونه به نور هم پراخه کړي.

د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګه اچوونکیو شرکتونو استازی کابل خان تدبیر ویلي؛ مونږه د کار په لومړیو کې باید مالي بنسټونو ته لاسرسۍ پیدا کړو او بیا د ستندر پرلوري حرکت وکړو، چې مونږ دې کار ته چمتو هم یو.

د افغانستان برښنا شرکت ويلي، چې حکومت باید لومړی د انرژۍ د تولید په برخه کې خصوصي سکتور پانګونې ته و هڅوي او هغوۍ ته لازمې آسا نتیاوې برابرې کړي.

د افغانستان برښنا شرکت رییس امان الله غالب وایي؛ پر لمریزې برښنا اړین کار ندی شوی.  حکومت باید سهولتونه زیات کړي او خصوصي شرکتونه هم باید خپل خدمتونه معیاري کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو، چې په دې ناسته کې برخه درلوده وايي؛ له خصوصي سکتور سره به په ګډه یوه دا سې تګ لاره جوړه کړو، چې له مخې یې  د دوی ټولې ستونزې په کې حل او پراختیا ته هم زمینه برابره شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال الماس  زاخېلوال وایي: مونږ د انرژۍ د تولید په برخه کې باید لومړی تخنیکي ارزو نه تر سره کړو او بیا مخکي ولاړ شو. په دې کې به هم ستونزې مشخصې او هم به ورته د حل لارې ښکاره شي.

د اقتصادي چارو کارپوهانو ويلي: که د او بو او انرژۍ وزارت وتوا نیږي، چې د لمریزې انرژۍ  په برخه کې د خصوصي سکتور پانګونه جلب کړي؛ له دې سره به نه یوازې چټک اقتصادي بدلونونه رامنځته شي، بلکې  د انرژۍ صادرولو ته هم چمتو کیږو.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version