تازه خبرونه
د امریکا ولسي جرګې ولسمشر دونالد ترمپ استیضاح کړ
پر نوموړي تور دی، چې له واک څخه یې ناوړه ګټه اخیستې او له قانون څخه یې سرغړونې کړې دي.
له ترمپ مخکې اندرو جانسون(۱۸۶۵-۱۸۶۹) او بیلکلنتون هغه ولسمشران ول، چې استیضاح شوي؛ خو یوازې د یوې زیاتې رایې له مخې یې دنده روانه ساتلې ده.
د امریکا د ولسي جرګې مشرې نانسي پلوسي ویلي؛ غواړي، چې مشرانو جرګه یې په اړه عادلانه پرېکړه او ډاډ رامنځته کړي.
سپینې ماڼۍ په خپل غبرګون کې ویلي، چې دا د امریکا د سیاسي تاریخ تر ټولو شرموونکې پرېکړه ده.
د دغه بنسټ په اعلامیه کې راغلې، چې ولسمشر به له دندې ګوښه نشي. د ولسي جرګې پرېکړه له شرم پرته بل څه ندي… په بشپړ ډاډ ولسمشر به د محاکمې له بهیره پاک سپېڅلی راووځي.
د امریکا ولسي جرګه به د ولسمشر ترمپ د محاکمې لپاره د هغه دوسیه مشرانو جرګې ته واستوي؛ خو هلته د ولسمشر دونالد ترمپ جمهوري پلوي غړي اکثریت دي.