تازه خبرونه
د امریکا ولسمشر عراق پر پراخو تحریمونو ګواښلی
د عراق پارلمان د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۵ / د جنوري ۵) په یوه بېړنۍ ناسته کې له حکومته وغوښتل، چې په عراق کې دې د امریکا حضور پای ته ورسوي.
د رویترز د خبرپاڼې له مخې؛ دونلد ترمپ د دغې پرېکړې په ځواب کې ویلي، چې بغداد باید د امریکا د هوایي اډې لګښت ورکړي او کنه ممکن پر عراق سخت بندیزونه ولګوي.
ښاغلي ترمپ ویلي؛ مونږ په عراق کې یوه د لوړې بیې هوايي اډه لرو. د دغې اډې پر جوړیدو زما له ولسمشرۍ مخکې میلیاردونه دالر لګښت راغلی. مونږ عراق تر هغې نه پریږدو، چې دوی مونږ ته خپلې لګیدلې پیسې بېرته نه رانکړي.
هغه زیاته کړې: که عراق وغواړي امریکایي ځواکونه له دې هېواده وباسي او دا کار د زړه له کومي ونکړي؛ مونږ به داسې بندیزونه پرې ولګوو، چې پر ایران لګیدلي بندیزونه به ورته هیڅ هم نه وي او نه به یې له دې مخکې لیدلي وي.
په ایران کې د جنرال قاسم سلیماني ځایناستي اسماعیل قاآني، چې اوس د قدس ځواکونو مشر دی؛ تازه ژمنه کړې، چې د خپل مشر سلیماني غچ به له امریکا اخلي.