تازه خبرونه

د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

جنرال جیمز متیس په داسې حال کې افغانستان ته سفر کړی، چې د ترمپ د حکومت سل ورځې بشپړې شوي؛ خو اوس یې هم د افغانستان په اړه تکلاره نه ده روښانه شوې.

له ده مخکې د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار هم له افغانستان څخه لیدنه کړې وه.

د امریکا دفاع وزیر په داسې حال کې کابل ته راغلی، چې پر شاهین قول اردو له برید وروسته د افغانستان د ملي دفاع وزیر او لوی درستیز له دندو استعفاوې وکړې.

هغه له غرمې وروسته په خپل خبري کنفرانس کې وویل، چې د چارو د سمون لپاره باید هڅې سره همغاړې کړو.

ده وسلوالو طالبانو ته په نغوته(اشاره) کې وویل، چې له تاورتریخوالي لاس واخلي او د سولې خبرو ته حاضر شي.

د امریکا دفاع وزیرجیمز متیس له افغان چارواکو سره له کتنې وروسته وویل، چې افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ دی، چې حل یې اوږد مهالو او نږدې همکاریو ته اړتیا لري.

هغه دغه راز په ډاګه کړې ، چې که روسیه د افغان حکومت مخالفین تجهیز کړي؛ نو د امیریکا له ستر مخالفت سره به مخ شي. 

ده زیاته کړې، چې داعش په افغانستان کې د پښو ایښودو ځای نلري؛ خو د خپلو پښو ډ ټینګولو هڅې کوي.

په شاهین قول اردو د وسلوالو طالبانو په برید کې شا اوخوا یو سلو اویا افغان سرتیري ووژل شول.

دا په داسې حال کې، چې په افغانستان کې جګړې پراخه شوې؛ خو دا په ډاګه کوي، چې په افغانستان کې د دوی د تجربې وړ کسان په ماموریت کې دنده تر سره کوي.

Trending

Exit mobile version