بلخ @ps

د شمالي ولایتونو لپاره د طالبانو مالي مسوول ووژل شو-دفاع وزارت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د سهیل ختیځ زون لپاره د طالبانو مالي مسوول په یو هوایي برید کې وژل شوی دی.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې، چې د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۲) خپره شوې راغلي؛ د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پرهوایي برید د شمالي ولایتونو لپاره د طالبانو مالي مسوول محب الله نومی ووژل شو.

د خبرپاڼې له مخې؛ محب الله نومی پاکستانی دی او هغه مهال تر هوایي برید لاندې راغی او ووژل شو، چې په کرولا ډوله موتر کې سپور و.

دغه راز څرګنده شوې، چې د هېواد په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو پراخ عملیات پیل کړي دي.

 طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version