تازه خبرونه

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه وروستۍ شوې- عمر زاخېلوال

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عمر زاخېلوال له آریانا نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې څرګنده کړې، چې د تاوتریخوالی په کچه کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

 هغه زیاته کړې، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه وروستۍ شوې او ډېر ژر به لاسلیک شي.

عمر زاخېلوال د سولې په خبرو کې د پاکستان هڅو ته په نغوته کې ویلي، چې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د حکومت نه چمتووالی به د افغانانو خپلمنځي خبرې اترې له ننګونو سره مخ کړي.

دغه راز ولسمشر اشرف غني پدې وروستیو کې د هېواد د سولې بهیر د سولې وزارت ته سپارلی؛ خو دا کار د داکتر عبدالله له کلک غبرګون سره مخ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د سیاسي دفتر څرګندونې له مخې؛ دوه اوونۍ وروسته به په دوحه کې د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي.

Trending

Exit mobile version