تازه خبرونه

د دوحې په مذاکراتو کې بیا د مشورې په موخه دمه رامنځته شوه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۶, ۱۳۹۸)

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو په اړه کړنلاره نهايي شوې؛ خو زلمي خلیلزاد له طالب استازیو څخه غوښتي، چې دغه مسله د لنډمهالي اوربند تر سرلیک لاندې له خپلو مشرانو او قومندانانو سره د مشورو پر میز کیدي.

سرچینې دغه راز ويلي، چې زلمي خلیلزاد بروکسل ته رسیدلی او هلته به د سولې بهیرر په تړاو مشورې وکړي.

بل لور ته بیا د عبدالله عبدالله او حامد کرزي په شمول یو شمېر سیاسیونو د ارګ له ګډون پرته له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره ګامونه پورته کړي دي.

Trending

Exit mobile version