تازه خبرونه
د شکایتونو کمیسیون د نږې ۳۰۰ زره جنجالي رایو په اړه وروستۍ پرېکړه کوي
ورو ورو د ټاکنیز شکایتونو خپلواک کمیسیون د شاوخوا ۳۰۰ زره جنجالې رایو په اړه څېړنه او شننه بشپړه وې، چې له ۲ زره او ۴ سوه ۲۳ محلونو سره تړاو لري او بایومتریک شوې ندي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي قطب الدین رویدار ویلي؛ ټاکل شوې د دې رایو په اړه تخنیکې څېړنه د چهارشنبې پر ورځ پای ته ورسیږي او وروسته به کمیشنرانو ته وړاندې شي، چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیه مشر یوسف رشید ټینګار کوي، چې دې کمیسیون څو ورځې مخکې د څه باندې یو سل و دوه زره رایو په اړه خپلې تخنیکي څېړنې بشپړې کړې دي.
دا هغه رایي دي، چې د رایو اچولو له مودې مخکې یا وروسته صندوقونو ته لویدلې دي.
له هغې وروسته، چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرکزي دفتر د ټاکنیزو اعتراضونو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړه؛ د رایو بیا شمېرنه او د دې پرېکړو پلي کیدل د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا پیلیږي.