تازه خبرونه
د امریکې او طابانو تر منځ هوکړه لیک به د کب په ۱۰ لاسلیک شي
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوې او د آمریکا ترمنځ له اوږدو مذاکراتو وروسته، دواړو لوریو موافقه کړې چې د ۱۳۹۸ د کب میاشتې پر ۱۰ مه نیټه به نهايي شوې توافقنامه د نړیوالو پر وړاندې د دواړو خواوو ترمنځ لاسلیک شي.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې: “اوس به دواړه لوري د توافقنامې د لاسلیک لپاره تر یادې نیټې وړاندې مناسبه فضاء برابروي، د لاسلیک مراسمو ته به د یو شمېر هیوادونو او سازمانونو لوړ رتبه استازي دعوتوي، د بندیانو د خلاصون لپاره به لازم ترتیبات نیسي، د هیواد له بېلابېلو جهتونو سره به د بین الافغاني مذاکراتو زمینه مساعدوي او بالآخره به د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو او د افغانستان خاوره د چا د امنیت په خلاف نه کارولو سره به په ټول هیواد کې د سرتاسري سولې لپاره لار هواروي، تر څو ټول هیوادوال د امن په فضاء کې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې سوکاله ژوند ولري.”