تازه خبرونه

د امریکایي ځواکونو د وتو بهیر ته لس ورځې پاتې دي

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۳, ۱۳۹۸)

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي، چې په افغانستان کې د دېره نړیوالو ځواکونو لوی قومندان ته د دې هېواد د  ځواکونو د وتو امر رسیدلی دی.

په افغانستان کې د سولې راوستلو تړون له لاسلیک وروسته اوس امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتو لپاره لارې – ګودرې ګوري.

د امریکا دفاع وزیر وایي، د طالبانو کړنې له نږدې څاري او د امریکا راتلوونکې پرېکړه د طالبانو له ژمنې سره تړاو پیدا کوي.

دی زیاته کړې، د لس ورځو په بهیر کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ویستل ښیي، چې امریکا هوکړه لیک ته ژمنه ده.

 مارک ایسپر د څرګندونو له مخې؛ د امریکا لوی درستیز له طالبانو سره د خپل هېواد له هوکړه لیکه ملاتړ کړی او دا یې یو مشروط جورجاړی ګڼلی دی.

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر وایي: د هوکړه لیک له مخې به مونږ په یوسل و پېنځه دېرش ورځو کې خپل ځواکونه اته زره شپږ سوه ته را ټیټ کړو او د ځواکونو د ویستو بهیر به په لس ورځو کې پیل شي. زما امر قومندان ته دا دی، چې په دې برخه کې خپلې هڅې پیل کړو. مونږ کولی شو په همدې اته زره شپږ سوه ځواکونو هم عملیات تر سره کړو.

د امریکا لوی درستیز هم یاد هوکړه لیک د جګړې د پای لپاره یوه لاسته راوړنه ګڼلې او وایي، دا د امریکایي ځواکونو د قربانیو پایله وه، چې باید له دې شېبې څخه د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار واخیستل شي.

د امریکا لوی درستیز مارک میلي وایي:  دا ژمنه لکه، چې دفاع وزیر ویلي ؛ یو مشروط جورجاړی دی او د جګړې د پای لپاره یوه ښه شېبه. په دې جورجاړي کې ملي ګټې یو ډېر مهم لومړیتوب دی او دا د افغانستان خلکو ته د سوله ییزې راتلوونکې هیله هم ورکوي.

که څه هم له امریکا سره طالبانو د جګړې پایته رسولو لپاره هڅې پیل کړې؛ خو د افغانستان د سولې په بهیر بل لوی سرخوږی د افغانانو خپلمنځي خبرې دي، چې طالبانو یې د پیل لپاره د پېنځه زره جنګیالیو خوشې کیدل غوښتي؛ خو ولسمشر اشرف غني یې دا غوښتنه رد کړې ده.

Trending

Exit mobile version