تازه خبرونه

د امریکا هوایي ځواکونو په هلمند کې پر طالب جنګیالیو هوایي بریدونه کړي

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۴, ۱۳۹۸)

 امریکایي ځواکونو له ۱۱ ورځو او په افغانستان کې د سولې راوستو د تړون له لاسلیک وروسته؛ د لومړي ځل لپاره په هلمند کې پر طالب جنګیالیو هوایي بریدونه کړي دي.

امریکایي ځواکونو دا هوایي برید د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې پر هغو طالب جنګیالیو تر سره کړی ، چې پر افغان ځواکونو یې حمله کړې وه.

د اورکم اوونۍ له پای ته رسیدو سمدستي وروسته طالب جنګیالیو د هېواد په ګوټ ګوټ کې پر افغان ځواکونو بریدونه پیل کړل. دا بریدونه د دې سبب شوي، چې لسګونه امنیتي سرتېري ژوند له لاسه ورکړي او دې حالت بېلابېلې اندېښنې را ولاړې کړې دي.

په هلمند کې د افغان ځواکونو پر یوه مرکز د طالب جنګیالیو برید د ناتو زغم هم پای ته ورساوه او پر وسلوالو طالبانو یې هوایي ګوزار وکړ.

د امریکایي ځواکونو دا برید د سولې راوستو له هوکړې یوولس ورځې وروسته په نهر سراج ولسوالۍ کې رامنځته شوی دی.

د ناتو ځواکونو ویاند ساني لګت ویلي، که طالبان خپل دا  ډول غیر اړین بریدونه بند نکړي؛ دوی به د افغان ځواکونو دفاع وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ مونږ له طالبانو غواړو، چې خپل بې موجبه بریدونه ودروي او پخپلې ژمنې عمل وکړي. لکه، چې مونږ روښانه کړې؛ د اړتیا په صورت کې له خپلو شریکانو دفاع کوو. په ښکاره وایم مونږ سولې ته ژمن یو؛ خو په عین حال کې له افغان ځواکونو دفاع هم خپل مسوولیت ګڼو.

دغه راز د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له طالب مرستیال ملا غني برادر سره خپلې د غږمزي پر لیکه خبرې ښې ارزولي او څرګندوي، چې ما نن له طالب مشر سره خبرې وکړې؛ ښې خبرې مو درلودې، هوکړه مو وکړه، چې تاوتریخوالی دې نه وي. مونږ تاوتریخوالی نه غواړو. ووینو، چې څه کیږي. هغوی له افغان دولت سره جورجاړی کوي، په حقیقت کې مونږ له طالب مشر سره ښې خبرې درلودې.

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي د ترمپ دا خبرې د افغانانو د خپلمنځي خبرو پیل لپاره ښې ګڼلي دي.

ځینې امریکایي سناتوران وایي، چې بهرنیو چارو وزیر د سولې راوستو ځینې برخې پټې ساتلي؛ په ورلیږل شویو سندونو کې هغه مسایل نه شته، چې پمپيو یې په خوله وایي.

امریکایي سناتوره ریپ چیني ویلي: ما ټول دا سندونه لوستي؛ خو په کې هغه څه نشته، چې پمپيو ویلي. زمونږ ځینې همکاران په دې برخه کې اندېښنې لري؛ څه، چې پمپیو ویلي په دې سندونو کې نشته، باید امریکایي ولس له دې سندونو پوره خبر وي.

د طالبانو او امریکا د سولې راوستو د تړون له مخې، د اورکم اوونۍ په بهیر کې ویل شوې وه، چې طالب جنګیالي پر افغان ځواکونو بریدونه ونکړي؛ خو د دې اوونۍ په پای کې طالبانو د افغان ځواکونو پر یوې اډې په لومړنی برید کې یې د امریکایي ځواکونو هوایي ځواب تر لاسه کړ، چې دا د جګړې پر پیلیدو دلالت کوي.

Trending

Exit mobile version