تازه خبرونه

د بندیانو تبادله له طالبانو سره د امریکا د هوکړې یوه برخه ده – خلیلزاد

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۵, ۱۳۹۸)

زلمی خلیلزاد ټینګار کړی، چې د بندیانو تبادله له طالبانو سره د امریکا د هوکړې یوه برخه ده او واشنګټن ژمن دی، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیلیدو پر وړاندې هر ډول خنډونه لیرې کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، چې له افغان مشرانو سره په کابل کې لیدنې ترسره کوی په خپل یوه تویت کې په ډاګه کړې، د بندیانو تبادله د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې یوه برخه ده او واشنګټن ژمن دی، چې په دې بهیر کې آسانتیا راولي.

 ښاغلي خلیلزاد له ځینو سیاسي څېرو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي، چې سولې ته د رسیدو په خاطر له دې تاریخي فرصت ګټه واخلي.

نوموړي په ډاګه کړې؛ امریکایي چارواکي ژمن دي، چې له طالبانو د سولې هوکړه لیک او له افغانستان سره ګډه اعلامیه د بندیانو تبادلې ته زمینه برابروي او واشنګټن به له هر لوري د بندیانو د پام وړ خوشې کولو له ګامه ملاتړ وکړي.

په داسې حال کې، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال لطیف محمود په دې برخه کې بل ډول نظر لري او وایي؛ د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو له پیلیدو مخکې امکان نلري، چې پېنځه زره طالب بندیان آزاد شي.

دغه راز وال ستریت ژورنال ورځپاڼې د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې سرچینې له قوله څرګنده کړې، چې ولسمشر غني له زلمي خلیلزاد سره د چارشنبې د ورځې لیدنه رد کړې ده. که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې دا خبر سم ندی.

خلیلزاد تر اوسه له عبدالله، حامد کرزي او ځینو نورو سیاسي څېرو سره لیدلي دي.

د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال امید میثم وایي، چې دواړو خواوو د سولې پر بهیر او د ټاکنو پر بحران خبرې کړي او خلیلزاد د سولې په اړه د داکتر عبدالله د نیت ستاینه کړې ده.              

د امریکا او طالبانو تر منځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې؛ ټاکل شوې، چې تر راتلونکیو ۵ ورځو پورې د افغانانو خپلمنځي خبرې تر سره شي؛ خو ولسمشر غني نه یوازې د ۵ زره طالب بندیانو له خلاصولو سره له خبرو مخکې مخالفت کړی، بلکې له سیاسي څېرو سره هم  د مرکچي پلاوي پر ترکیب هوکړې ته نه دی رسیدلی.

Trending

Exit mobile version