تازه خبرونه

د اوبو د تنظیم ملي ادارې د ۲۶ پروژو تړونونه لاسلیک کړل

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۴, ۱۳۹۸)

د اوبو د تنظیم ادارې له رامنځته کیدو را پدیخوا د لومړي ځل لپاره له یو شمېر خصوصي شرکتونو سره د هېواد په ۹ ولایتونو کې د ۲۶ کوچنیو بندونو تړونونه لاسلیک شول.

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي ادارې مسوولینو ويلي؛ د هېواد په کچه د ځمکې لاندې اوبو کچه په ټیټېدو ده او دغه اداره به هڅه وکړي، چې خلکو ته د اوبو رسونې بهیر پراخه  کړي.

د دې ادارې مسولینو په ډاګه کړې؛ په هېواد کې د اوبو مدیریت چارې له کاري لومړیتوبونو څخه دي او په نږدې راتلونکې کې به د یو شمېر نورو کوچنیو بندونو د جوړولو تړونونه هم لاسلیک شي.

د اوبو د تنظیم د ملي ادارې رییس خان محمد تکل وايي: مونږ به د اوبو د تنظیم په برخه کې تازه پروګرامونه پلي کړو او ټول هغه شرکتونه، چې دغه پروژې پلي کوي باید د قرار دادونو له مخې تر سره شي.

د ملي شورا یو شمېر غړيو ويلي، افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د اوبو د مدیریت په برخه کې باید له جديت څخه کار واخستل شي.

د ولسي جرګې غړې هما احمدي وایي: مونږ یو کرنیز هېواد یو؛ د اوبو مدیریت مو اړتیا ده باید ورته پوره پاملرنه وشي، چې کرنه ورسره وده او پراختیا وکړي.

د قراردادي شرکتونو مسوولینو ويلي، چې د کوچنیو بندونو د تنظیم په برخه کې به خپلي چارې د قراردادونو له مخې تر سره کړي.

د قراردادي شرکتونو استازي شفیق الله لودین  ویلي، چې مونږ د همدې هېواد خلک یو کارونه به مو د قرار دادونو پر بنسټ تر سره شي.

د اقتصادي چارو کارپوهانو په ډاګه کړې، چې د کرنې او مالدارۍ  په پراختیا کې د اوبو مدیریت خورا اړین  دی او د اوبو د تنظیم اداره باید ورته  پوره پاملرنه وکړي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version