تازه خبرونه
د بهرنیو هیوادونو یو شمیر سفیران د افغان مشرانو ترمنځ سیاسي ستونزو له کبله اندیښمن دي
په همدې حال کې زلمې خلیلزاد، د افغانستان سولې لپاره د امریکې ځانګړې استازې، د محمداشرف غني او عبدالله تر منځ اختلافونه خطرناک بولي او له هغوي غواړي چې د حکومت داري په یوه فورمول هوکړې ته ورسیږي. خلیلزاد په سملاسي ډول د پخلاینې عالي شورا د جوړېدو او د یوه ټول منلي مرکچي پلاوي د ورپیژندلو غوښتنه کړې ده.
نوی کال، د سولې لارې ننګونې، سیاسي ناندرۍ او له ټولو مهمه، د کرونا ویروس له تېر کال څخه په میراث اخیستي.
ډاوېد مارتینون، افغانستان کې د فرانسې سفیر، وایي: ” خپلو کې اتفاق تاسو پیاوړي کوي، خو نن په دې هکله کمزورتیا لرئ، له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره باید یو موټی شئ، راتلوونکې اوونۍ مهمې دي. ځکه چې د سولې موضوع تر څنګ، افغانستان او نور هېوادونه له یوې پراخې ناروغي سره مخامخ دي.”
په همدې حال کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد په سملاسي ډول د پخلاینې عالي شورا د جوړېدو او د یوه ټول منلي مرکچي پلاوي د معرفي کېدو غوښتنه کړې ده. هغه له ملي تلویزیون سره مرکه کې دا خبرې کړي دي.
زلمی خلیلزاد، د افغانستان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي، ویلي: “غواړو چې ژرترژره د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو ته ورسیږو. غواړو چې یو بشپړ هیئت او د مصالحې یوه ستره شورا جوړه شي. ځیني بندیان د لوړ عمر خاوندان دي او د حبس موده یې هم تیره شوې ده، باید ځینې ګامونه پورته شي.”
همداراز نوموړې خلیلزاد د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ اوسنیو شرایطو کې اختلافونه خطرناک بولي، او وایی، دواړه لوري باید د حکومت داري په یوه فورمول هوکړې ته ورسیږي.
بلخوا، حامد کرزي او عبدالرب رسول سیاف د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله ترمنځ د منځګړیتوب په لړ کې، د پنجشنبې پر ورځ یوځل بیا له عبدالله عبدالله سره کتلي دي.
