تازه خبرونه

د امریکا بهرنیو چارو وزیر په نااعلان شوي سفر کې کابل ته رارسیدلی

Published

on

(Last Updated On: وری ۴, ۱۳۹۹)

کابل د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سفر موخه د داکتر اشرف غني او داکترعبدالله عبدالله تر منځ د سیاسي اختلافونو حل یاد شوی دی.

د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ سیاسي اختلافونه اوس هم روان دي اوله همدې کبله د امریکا بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی، چې د دې ستونزې د حل لپاره هوکړه رامنځته شي.

د ولسي جرګې ځینې غړيو ویلي، روان وضعیت هېواد له لویو ستونزو سره مخ کړی؛ د غني او عبدالله تر منځ سیاسي اختلافونه باید له منځه ولاړ شي.

 په ولسي جرګه کې د هرات استازی غلام فاروق مجروح ویلي: د ښاغلیو اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د روان سیاسي وضعیت روان ساتل د هېواد په ګټه ندي او باید دواړه مشران د امنیتي حالاتو او کرونا ویروس ننګونه په پام کې ونیسي او یوې هوکړې ته ورسیږي.

د ولسي جرګې د لوګر استازي شاپورحسین زوی څرګنده کړطو چې له یوې خوا ناامنیو او له بلې خوا کرونا ویروس خلک دېر اندطښمن کړی دي او باید ښاغلی غني او عبدالله د خلکو لپاره یوې هوکړې ته ورسیږي او روانه ننګونه حل کړي.

د ولسي جرګې ځینې نور غړي په دې اند دي، چې، که د غني او عبدالله اختلافونه حل نشي؛ هېواد به له ستر کړکېچ سره مخ شي.

د ولسي جرګې د غور استازی ظاهر تمیم وایي: هېواد مو له ستونزمنو حالاتو او حساسو شرایطو سره مخ دی او کرونا ویروس هم له اندېښنو سره مخ کړي یو؛ باید ښاغلی عبدالله او غني له زغمه کار واخلي، چې روانې ننګونې هم ورسره پای ته ورسیږي.

د مشرانو جرګې غړی او سلاکار خالق داد بلاغي ویلي: د هېواد اوسنی وضعبیت ماتیدونکی دی او د اختلافونو روان ساتل به هېواد کندې ته ورټیلوهي. باید د خلکو او هېواد لپاره دغه ځانګړي اختلافونه له مخې لیرې او ملي ګټې خوندي شي.

 اد ولسي جرګې غړيو له نړیوالې ټولنې، چې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه غلي پاتې نشي، بلکې په افغانستان کې د سیاسي ستونزو د اوارۍ لپاره لازم فشارونه رمنځته کړي.

 

 

Trending

Exit mobile version