تازه خبرونه

د بندیانو د تبادلې په اړه د طالبانو او حکومت لومړنی ویډیو کنفرانس جوړ شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۴, ۱۳۹۹)

په لومړي ځل حکومت او طالب استازي د ویدیو کنفرانس له لارې د بندیانو د تبادلې پر څرنګوالي وغږیدل.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، دا خبرې د پام وړ او اړینې وې، چې د امریکا او قطر استازیو یې آسانتیا برابره کړې وه.

 که څه هم د ملي امنیت شورا دفتر د ویډیو کنفرانس له لارې د حکومت او طالبانو له لومړنۍ اړیکې خبر ورکړ، چې دواړو لوریو څه باندې دوه ساعته د بندیانو پر خلاصون، د تاوتریخوالي پر کمي، د افغانانو پر خپلمنځي خبرو او اوربند بحث او خبرې اترې کړي؛ خو طالبانو ویلي، چې د زندانیانو مسوول یې په دې ناسته کې یوازې د بندیانو د خوشې کولو پر څرنګوالي خبرې اترې کړي دي.

 د ملي امنیت شورا ویاندجاوید فیصل ویلي: په دې ویډیوي لیدنه کې د تاوتریخوالي پر ټولو اړخونو، خپلمنځي خبرو او په هېواد کې پر اوربند خبرې اترې شوې دي. په دې دوه نیمو ساعتونو کې پر تخنیکي کړنو اندونه وړاندې شول، چې د بندیانو د خلاصون لپاره ډاډمنې هڅې تر سره شي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر په ډاګه کړې، چې په دې خبرو اترو کې د دوی لخوا د بندیانو اړوند تخنیکي ډلې حضور درلود او د بندیانو د خلاصون له مسالې پرته پپر نورو موضوعاتو خبرې ندي شوي.

پخواني طالب چارواکي سید اکبر آغا ویلي: په دې خبرو اترو کې یوازې د بندیانو پر خلاصون بحث شوی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په یوه ټویټ کې له دې خبرو هرکلی کړی او څرګندوي، چې دواړو لوریو د بندیانو د خلاصون پر مسالې جدي او تخنیکي بحثونه کړي دي.

زلمی خلیلزاد وایي، دواړو خواوو د تاوتریخولي د کمي، د افغانانو د خپلمنځي خبرو او سراسري اوربند په تړاو کلکه ژمنه کړې او د نن ورځې څه باندې دوه ساعته تخنیکي بحث اړین او بشپړ و. زه له ټولو خواوو مننه کوم. ټول په څرګنده پوهیږي، چې د کرونا ویروس ګواښ د بندیانو د خلاصون اړتیا زیاتوي او ټولو لوریو د تاوتریخوالي د کمي، د افغانانو د خپلمنځي خبرو او هر اړخیز اوربند ته کلکه ژمنه اعلان کړې ده.

دغه راز د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دا خبرې اترې رغنده ګڼلي او څرګندوي، دواړو خواوو د بندیانو پر نوملړ او د آزادېیونکیو د سپارلو د ځای په اړه بحث وکړ.

د قطر بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: دا خبرې ګټورې او رغنده وي او دواړو خواوو په کې د بندیانو پر نوملړ او د خلاصون پر څرنګوالي، د هغوی د خوشې کولو پر ځای او لېږد بحث کړی دی. دواړو خواوو د تاوتریخوالي د کمي، د افغانانو پر خپلمنځي خبرو او د سولې ټولګډونه خبرو په تړاو، چې په  څو ورځو کې به له سره پیل شي؛ خپله ژمنه ښکاره کړه.

له دې مخکې طالبانو د حکومت له استازیو سره هر ډول خبرې اترې رد کړې وې او د تماس له شپږ کسیزې ډلې سره یې، چې څه موده مخکې دوحې ته تللې وه، خبرې نه وې کړې.

Trending

Exit mobile version