تازه خبرونه
د اړتیا پرمهال د جومات پریښودل روا دي – حج او اوقافو وزارت
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په هغو سیمو کې چې د کرونا وېروس د پراختیا خطر شته، په جوماتونو کې د لمونځونو نه ادا کېدل جایز بولي او همداراز له خلکو غواړي چې د جمعې لمانځه کې خپل شمېر پام وړ کم کړي.
امین الدین مظفري، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال، وایي چې په عمومي توګه توصیه کیږي چې کورنې دې خپل لمنځونه د وضعیت تر ښه کیدو پورې په کورونو کې ادا کړې، په ځانګړې توګه په هغه سیمو کې چې دغه ناروغۍ په پراخه توګه ګواش کوي.
بلخوا د عامې روغتیا وزارت په هرات، کندهار او نیمروز ولایتونو کې د کرونا وېروس د تازه مثبتو پېښو خبر ورکړ. دا وزارت وایی، نهه ویشت نوې پېښې ثبت شوي او له دې سره په دې وېروس د اخته کسانو شمېر، یو سلو څلور اویا تنو ته رسېږي.
یاد وزارت یو ځل بیا له خلکو غواړي چې د ګرځبندیز پرېکړې ته درناوی وکړي، او د کرونا وېروس د پراختیا مخنیوي لپاره، د بې ځایه ګرځېدو څخه ډډه وکړي.
محمد ذکي الهام، د کابل اوسېدونکی، وایي: “زما پیغام کابل خلکو ته دا دې چې که ډیر اړ نوي نو له خونو څخه دی بهر نه ځي. “
عبدالهادي، د کابل اوسېدونکی، داسی وایي: “هغه څوک چې مجبوریت نه لري، هیله ده له کورونو څخه دی نه وځي.”
خو ځینې خلک د ښار په بیلابېلو سیمو کې د ګرځېدو او را ګرځېدو پلمه اقتصادي ستونزې ګڼي.
حبیب الله، د کابل یوتن اوسېدونکی، وایي چې د بد حالت له کبله د باران لاندې کار کوي.
عمر خان، د کابل اوسېدونکی، داسی وایي: “که حکومت زمونږ پوښتنه وکړي خو ښه ده، که نه نو خدای شته چې پوښتنه مو وکړي.”
علي احمد، د کابل یوتن بل اوسېدونکی، که یو ریړې چلونکې کار ونکړي او کور پاتې شي نو کرایه به له کومه کړي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو لمخې، تر اوسه په افغانستان کې یوسلو څلور اویا کسان په کرونا اخته شوي چې لویه برخه یې هرات کې ده.