تازه خبرونه

د اوبو مدیریت د افغانستان د ودې او پرمختګ یوازینۍ لاره ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، چې د اوبو مدیریت د افغانستان د ودې او پرمختګ یوازینۍ لاره ده.

ولسي جرګې د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني د بندونو د جوړولو او اوبو د مدیریت په اړه د سپیناوي لپاره را بللی و.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وايي: د اوبو د مدیریت لپاره منظم پلان جوړ شوی؛ خو ګاونډ هېوادونه هڅه کوي، چې د افغانستان له اوبو په وړیا توګه د پام وړ ګټه پورته کړي.

هغه د ایران اندېښنو ته نغوته( اشاره) وکړه، چې د افغانستان ډېرې اوبه وړیا دغه هېواد ته بهیږي.

د عثماني په وینا که د افغانستان نهه څلوېښت میلیارد متر مکعبه اوبه سمې مدیریت شي د هیواد ګڼي ستونزې پرې حل کیدای شي.

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهیمي وايي؛ اوبه د افغانستان د ملي ګټو مهمه برخه ده، چې د سم مدیریت لپاره یې باید په ملي کچه هڅې وشي.

د دوی په وینا؛ ناامني او د بودجې کمی د بندونو د جوړولو او اوبو د مدیریت په لاره کې مهمې ستونزې پاتې دي.

افغانستان یو کرنیز هیواد دی، چې زیاتره خلک یې په کرهڼه بوخت دي؛ خو اوبه نه دي مدیریت شوي او کروندګر په سنتي او دودیزه توګه کرکیله کوي، چې له ډېرو ستونزو سره مخ دي. په زیاترو سیمو کې د دوی فصلونو ته اوبه نه رسیږي او فصلونه یې سوځي؛ خو د افغانستان ډک سیندونه ګاونډ هېواونه ته بهیري.

Trending

Exit mobile version