تازه خبرونه
د امریکا نوې تګلاره د اجرائیه ریاست له تود هرکلي سره مخ شوه
اجرائیه رییس دامریک نوې تګلاره له ترهګرو سره د مقابلې په لار کې د سیمې له هېوادونو سره د خبرو لپاره بل فرصت بولي او وايي، چې د ترهګرو ملاتړي هېوادونه باید د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي.
اجرائیه رییس غبدالله عبدالله وایي، د دې تګلارې لهه اعلام سره سم به د جګړې معادله د افغانستان په ګټه راوڅرخیږي.
د نومړي په وینا؛ طالبانو تر دې دمه فکر کاوه، چې په جګړه کې به بریالي شي؛ خو داسې ونشوه. اوس ورته دا ښه فرصت دی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د امریکا تګلاره د دواړو هېوادونو تر منځ په ستراتیژیکو همکاریو کې نوې پاڼه بولي او وایي، د دواړو هېوادونو د ګډو موخو په پلي کیدو کې به ګټوره پایله رامنځته کړي.
اجرائیه رییس او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وایي، په نظام کې به د سمونونو راوستو هڅه وشي او د نړیوالو متحدانو غوښتنې به هم بشپړې او په افغانستان کې به ثبات واکمن شي.