تازه خبرونه
د امریکا د سولې پرځای د جګړې پر پراخېدو ټینګار کړی- حامد کرزی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې د امریکا په نوې ستراتیژي کې د سولې پرځای د جګړې پر پراخېدو ټینګار شوی.
حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې د متحده ایالاتو د دغه دریځ کلک مخالفت کړی او غندلی یې دی.
نوموړی زیاتوي، د افغانانو غوښتنه په هېواد او سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات ټینګښت دی، نه د جګړې د اور پراخیدل او د وژنو او ورانیوروان حالت.
هغه په ډاګه کړې؛ په افغانستان او سیمه کې دې واشنګتن هڅه وکړي، چې د خبرو او سوله ییزو هڅو له لارې جګړه پای ته ورسوي.
دی غواړي، چې د امریکا متحده ایالاتو د نوې ستراتیژی په اړه خپل بشپړ دریځ وروسته څرګند کړي.