تازه خبرونه
د امریکا نوې تګلاره پر زور او جبر ولاړه ده- روسیه
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د امریکا نوې تګلاره د خپګان وړ بللې او وایي، چې د ولسمشر ټرمپ اعلام شوې تګلاره بې ګټې او پر زور او جبر ولاړه ده ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاروف په ډاګه کړې؛ مونږ خفه یو، چې د امریکا د نوې تګلارې اصلي تمرکز پر زور او جبر ولاړ دی.
د نوموړي په وینا؛ د ټرمپ لخوا دغه اعلام شوې طرحه بې ګټې ده.
د پاکستان خلاف د ولسمشر ترمپ توند دریځ پاکستاني چارواکي هم اندیښمن کړي او د بهرنیو چارو وزیر یې هم نه مني، چې ترهګر دې د پاکستان په خاوره کې پټ شوي وي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف ویلي؛ پاکستان یې نشي منلی، چې د افغانستان د جګړې ډګر دې وي. په دې باید پوه شو، چې پاکستان ډال ګرځول، د افغانستان له ثبات سره هیڅ مرسته نه کوي. پاکستان به هیڅ ډلې ته اجازه ورنکړي، چې د افغان ملکیانو او امریکایانو خلاف د افغانستان په خاوره کې وجنګیږي. زمونږ هېواد خپله د ترهګرۍ قرباني دي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه عباس فراسو وایي، ګاونډ هېوادونه؛ ځکه توند غبرګونونه ښیي، چې د امریکا په نوې تګلاره کې منزوي شوي او پر وړاندې یې ښکاره غبرګون ښيي.
روسیه له وړاندې د امریکا لخوا له افغان طالبانو سره په تار ځغلولو تورنه شوې او د امریکا د نوې تګلارې په وړاندې یې تازه غبرګون د وضعیت د حساسوالي ښودنه کوي.
افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ویلاديمير پوټين ځانگړي استازي ضمير کابلوف د افغانستان او سويلي آسيا په تړاو د امریکا د ولسمشر دونلد ترمپ نوې تگلاره ناسمه بللې او وایي، چې پر پاکستان به د فشارونو زیاتوالی د دې لامل شي، چې افغانستان نور هم ناامنه او د گډوډۍ ښکار شي.
باور کیږي، چې ممکن دغه هېوادونه بیا په یوې سیالي کې ښکېل شي؛ خو امریکا بیا وایي، چې هیڅکله به د افغانستان جګړه ونه بایلي.