تازه خبرونه

د روان کال عواید نهه اعشاریه اووه په سلو کې لوړ شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د روان کال د نهو میاشتو عواید د تېر کال د هدغه مودې پر پرتله نهه اعشاریه اووه په سلو کې ډېر شوي دي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو د عوایدو مرستیال نجیب الله وردګ ډاډه دي، چې د ملي عوایدو لپاره ټاکل شوي هدف ته ور نږدې شوي او د تېر کال د شپږ میاشتو په پرتله د سږ کال په همدومره موده کې مو عواید نهه اعشاریه اووه په سلو کې لوړ شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ مالیې وزارت د روان کال لپاره د یو سل و دري پنځوس میلیاردو افغانیو عوایدو د راټولولو هدف ټاکلی، چې په شپږو میاشتو کې یې شپږ اویا میلیارده افغانۍ عواید، چې ډېره برخه یې له ګمرکونو څخه ده، راټول کړي دي.

هغه دا هم په ډاګه کړې؛ ځيني کسان مالیه نه ورکوي، چې ډېر ژر به یې نومونه افشا شي.

له بلې خوا کسبګر او سوداګر د مالیې له لوړیدو شکایت کوي او وايي؛ حکومت مالیه لوړه کړې، چې د توکو بیې هم ورسره لوړې شوې دي.

په عوایدو کې شفافیت د ملي بودجې په لوړولو کې مرسته کوي؛ خو د اداري فساد او له مالیې د ځينو کسانو د تېښتې له کبله د ملي بودجې په ډېره برخه کې پر بهرنیو مرستو تکیه ده.

Trending

Exit mobile version