تازه خبرونه

د امریکا تازه تګلاره دې پلې او پر پاکستان دې فشارونه ډېر شي- دولت وزیری

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند غوښتنه داده، چې د امریکا نوې تګلاره دې عملي او پر پاکستان دې فشارونه نور هم ډېر شي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری  وایي؛ تر هغې، چې پاکستان د طالبانو له ملاتړ لاس وانخلي، د امریکا نوې تګلاره به کوم ارزښت ونلري.

په پاکستان کې د امریکا تازه تګلارې ته د هغه هېواد پارلمان توند غبرګون وښود.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف ویلي، چې د پاکستان پارلمان د دې هېواد په اړه د ولسمشر ترمپ او جنرال نیکلسون څرګندونې دښمنانه او ګواښونکې بولي او د پاکستان له دولت غواړي، چې پاکستان ته د هر امریکایي پلاوي سفر یا امریکا ته د پاکستاني پلاوي سفرونه وځنډیږي او دغه راز له امریکا سره د هوا او ځمکې له لارې د همکاریو ځنډېدل وڅېړل شي.

د افغانستان پوځي کارپوهان د امریکا تازه تګلاره پاکستان ته ستر ګوزار بولي.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وایي، که څه هم دا ستراتیژي مهمه نه ده؛ خو پاکستان ته یې په نړیواله سطحه ستر ګوزار دی.          

افغانستان او جنوبي آسیا ته د امریکا اعلان شوې تازه تګلاره له څو میاشتو څېړنو او بحث وروسته تېره اوونۍ د ولسمشر دونالد ترمپ لخوا اعلان شوه، چې په کې غټه خبره دا ده: امریکا ګواښ کړی، چې نور په پاکستان کې د ترهګرو د خوندي پناه ځایونو په وړاندې غلې نه پاتې کیږي.

Trending

Exit mobile version