تازه خبرونه
د تېرکال په پرتله د تازه میوې په تو لید کې۵۰ سلنه زیاتوالي راغلي
د سوداګرۍ خوني مسوولین وايي، د تېرکال په پرتله د تازه میوې په تو لید کې پنځوس سلنه زیاتوالي راغلي او د میوې صادارت هم ښه شوي دي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، که څه هم د تازه میوې فصل پای ته ندی رسید لی؛ خو تر او سه پورې د تازه میوو د صادارتو له اړخه افغان سوداګرو ښه صادارت د رلو دل.
ښاغلی الکوزی زیاتوي، تر اوسه افغان سوداګرو د سیمې هېوادونو ته د ځمکي له لارې ۶۸ زره ټنه تازه میوه صادره کړې، چي ډېر يي انګوراو خټکي دي.
هغه دا هم ویلي، چې په روان کال کي د افغان صادارتو په وړاندې پاکستان هیڅ ستونزه هم نده جوړه کړي.
نوموړي په ډاګه کړې؛ مونږه د پاکستان د واګې بندر له لاري هم صادارت درلودل او د تېر کال په پرتله مو قیمتونه هم لوړ شوي، چې نږدي پنځوس سلنه په کي زیاتوالی راغلی. هیله لرو، چي انار او مڼې به مو هم ښه بازار ولري.
د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، که حکومت د صادراتو لپاره بازار موندني په برخه هڅي وکړي؛ د افغان باغ لرونکيو او سوداګرو مالونه به ښايي نړیوالو بازارو نو ته هم ورسیږي.
اقتصادي کارپوه حکیم الله صدیقي وایي، افغان حکومت نه باید یوازې په ګاونډ او د جنوبی آسیا هېوادونو پر بازار اتکا وکړي، بلکې باید د منځنۍ آسیا هېوادونو ته هم خپل صادارت پراخ کړي، چې افغان سوداګر او باغ لرونکي زیاته ګټه تر لاسه کړي.
د سوداګرۍ خو نه په ډاګه کوي؛ هڅي پیل شوي، چې د منځنۍ آسیا له لارې د دوه اړ خیز ترانزیت ستونزې حل او د دغو هېوادونو لپاره به هم صادارت پیل شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین وايي، چي ډېر ژر به ولسمشر د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره دوه اخیزه ترانزیتي هوکړه لاسلیک کړي.
خبریال: اسلم حجاب