تازه خبرونه

د سوریې پر هوایي اډې د امریکا له بریده به افغانستان هم اغېزمن شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امریکا  د سوریې په حمص ښار کې د سوريې رژیم د هوایي ځواک اډه پر کروز توغندیو وویشته؛ خو ویل کیږي، چې افغانستان به هم د دې جګړې بیه پرې کوي.

سیاسي شنونکی احمد سعیدي وایي، روسیه او ایران د بشار الاسد کلیدي متحدین دي او له همدې کبله به په نیابتي ډول په افغانستان کې د امریکا پر اډو فشار راوړي او جګړه به لا پسې خونړۍ شي.

د نوموړي په وینا؛ کیدی شي، چې وسلوالې ترهګرې ډلې د امریکا پر اډو په بریدونو کې په نیابتي توګه د دې هېوادونو لخوا وکارول شي.

د نړیوالو چارو کارپوه برنا صالحي وایي، امریکا د افغاستان ستراتیژیک ملګری دی؛ خو بلې خوا ته روسیه او ایران که څه هم له افغان حکومت سره اړیکه لري او له طالبانو سره یې هم تار ځغلوی دی، له همدې کبله باور دا دی، چې د سوریې د جګړې په معادله کې به افغانستان هم زیان وویني.

د هغه په خبره ؛ د هېواد په شمال کې روسیه له طالبانو ملاتړ کوي.

اوس پوښتنه دا ده، چې که روسیه او ایران له امریکا سره هلته ښکر په ښکر شي او په افغانستان کې هم دغه درې هېوادونه کړکیچ  ته ولاړ شي؛ نو افغانستان به کوم لوری ونیسي؟

د ولسي جرګې مرستیال نذیر احمد احمدزی وایي، مونږ له امریکا سره امنیتي تړون لرو او امریکا مونږ ته له روسیې غوره هم ده .

هغه زیاتوي، په نړیوالو او سیمه ییزو معادلاتو کې افغان حکومت باید د امریکا په ملاتړ د ایران او روسیې په وړاندې ودریږي.

باور کیږي، چې په سوریه کې د کړکیچونو زیاتوالی به په افغاتستان کې هم جګړې پراخې کړي. امریکا د سوریې د حمص د الشعیرات پر هوایي اډې نهه پنځوس کروز توماهاک توغندي وتوغول او اندېښنې دا دي، چې دا به د افغانستان د جګړې بڼه هم بدله  کړي.

Trending

Exit mobile version