Connect with us

تازه خبرونه

د سوریې پر هوایي اډې د امریکا له بریده به افغانستان هم اغېزمن شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2017-04-07-17h47m08s110

امریکا  د سوریې په حمص ښار کې د سوريې رژیم د هوایي ځواک اډه پر کروز توغندیو وویشته؛ خو ویل کیږي، چې افغانستان به هم د دې جګړې بیه پرې کوي.

سیاسي شنونکی احمد سعیدي وایي، روسیه او ایران د بشار الاسد کلیدي متحدین دي او له همدې کبله به په نیابتي ډول په افغانستان کې د امریکا پر اډو فشار راوړي او جګړه به لا پسې خونړۍ شي.

د نوموړي په وینا؛ کیدی شي، چې وسلوالې ترهګرې ډلې د امریکا پر اډو په بریدونو کې په نیابتي توګه د دې هېوادونو لخوا وکارول شي.

د نړیوالو چارو کارپوه برنا صالحي وایي، امریکا د افغاستان ستراتیژیک ملګری دی؛ خو بلې خوا ته روسیه او ایران که څه هم له افغان حکومت سره اړیکه لري او له طالبانو سره یې هم تار ځغلوی دی، له همدې کبله باور دا دی، چې د سوریې د جګړې په معادله کې به افغانستان هم زیان وویني.

د هغه په خبره ؛ د هېواد په شمال کې روسیه له طالبانو ملاتړ کوي.

اوس پوښتنه دا ده، چې که روسیه او ایران له امریکا سره هلته ښکر په ښکر شي او په افغانستان کې هم دغه درې هېوادونه کړکیچ  ته ولاړ شي؛ نو افغانستان به کوم لوری ونیسي؟

د ولسي جرګې مرستیال نذیر احمد احمدزی وایي، مونږ له امریکا سره امنیتي تړون لرو او امریکا مونږ ته له روسیې غوره هم ده .

هغه زیاتوي، په نړیوالو او سیمه ییزو معادلاتو کې افغان حکومت باید د امریکا په ملاتړ د ایران او روسیې په وړاندې ودریږي.

باور کیږي، چې په سوریه کې د کړکیچونو زیاتوالی به په افغاتستان کې هم جګړې پراخې کړي. امریکا د سوریې د حمص د الشعیرات پر هوایي اډې نهه پنځوس کروز توماهاک توغندي وتوغول او اندېښنې دا دي، چې دا به د افغانستان د جګړې بڼه هم بدله  کړي.

Advertisement

تازه خبرونه

د افغانستان سیلاب ځپلیو ته مو د مرستو چمتووالی نیولی – ټوماس ویسټ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۴, ۱۴۰۳)

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټوماس ويسټ د افغانستان په بغلان، بدخشان، سمنګان، تخار، غور، هرات او نورو ولایتونو کې د وروستيو سيلابونو پر اوښتو زيانونو خپله خواشيني څرګنده  کړې ده.

ټوماس ویسټ د دوشنبې پر ورځ ( د غویی څلیریشتمه ) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د امریکا متحدین په افغانستان کې د سېلاب ځپلیو لپاره د خوراکي توکو او اوبو په ګډون بېړنۍ مرستې رسوي.

دغه راز د افغانستان لپاره په قطر کې د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډیکر هم ویلي: امریکا سیلاب ځپلیو ته د بېړنیو مرستو د جلبولو، د خپلو همکارانو له لارې د خوراکي توکو او طبي تجهیزاتو د برابرولو لپاره له نورو سره یوځای کیږي.

د هېواد په يو شمېر ولايتونو په تېره بيا په بغلان کې د مرګوني سېلابونو راوتو ځايي اوسېدونکیو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

د وروستیو څرګندونو له مخې؛ د بغلان په دوه ولسوالیو کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا برادر د بغلان ولایت له سیلاب ځپلیو سیمو لیدنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۴, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې پر ورځ ( د غویی څلیریشتمه) د دغه ولايت د مرکز په ګډون له سېلاب ځپلیو سيمو ليدنه وکړه.

ملا برادر  د زیانمنو سیمو له لیدنې وروسته د دې ولایت په مرکز کې له مسوولینو او کاري کمیټو له استازو سره په ناسته کې لازمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي زیاته کړې: په هغو ولسوالیو کې، چې مونږ له نږدې ولیدلې اوښتي زیانونه ډېر دي؛ نو له همدې کبله اړینه ده، چې دغه بنسټونه د بې ځایه شویو خلکو لپاره د خوراکي توکو، درملو او سرپناه په برابرولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او سیلاب ځپلیو سیمو ته د مرستو رسولو بهیر نور هم چټک کړي.

په تېرو څو ورځو کې د افغانستان شمالي او لویديځ ولايتونه د ويجاړونکيو او مرګونو سېلابونو شاهدان دي.

د یو لړ څرګندونو له مخې؛ یوازې په بغلان کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي. په تخار کې هم له ۲۰ ډېرو کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر اوسه د مالي زیانونو پوره کچه په ډاګه شوې نده؛ خو ویل کېږي، چې د سیلابونو له کبله سلګونه کورونه ویجاړ شوي او کرنیزو ځمکو ته پوره زیانونه رسېدلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د حج او اوقافو وزارت چارسمبالي د ترکیې له ولسمشر سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۴, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالي د اسلامي نړۍ د عالمانو د مشورتي ناستې په څنډه کې د ترکیې له ولسمشر سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالي نور محمد ثاقب د اسلامي نړۍ د عالمانو په مشورتي دوه ورځنۍ غونډې په څنډه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.

مجاهد زیاته کړې، چې په دې کتنه کې د ترکیې ولسمشر د امنیت خوندي کېدا او په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خوښي څرګنده کړه.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالي له ولسمشر اردوغان څخه د دغې غونډې له جوړولو د مننې تر څنګ ویلي، افغانستان له ورور هېواد ترکیې سره د ښو او پرمختللیو اړیکو غوښتونکی دی.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي؛ اسلامي نړۍ او په ځانګړي توګه افغانستان د ترکیې له ولسمشر څخه هیله لري، چې د اسلامي امت د ستونزو په حل کې مهم رول ولوبوي.

 ارشاد، حج او اوقافو وزارت د څرګندونو له خې؛ د اسلامي نړۍ د عالمانو دوه ورځنۍ مشورتي غونډه پرون (یکشنبه د غویی درویشتمه) د ترکیې په استانبول ښار کې د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر وینا پیل شوې او د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزارت چارسمبالی یې هم ګډونوال دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!