تازه خبرونه
د امریکا دفاع وزیر سبا هند ته ځي
د امریکا دفاع وزیر به سبا هند ته ولاړ شي او پر دوه اړخېزو اړیکو سربېره به د افغانستان په اړه له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.
ټاکل شوې، چې جیمز متیس په د هند له صدراعظم نرندرا مودي او د هند له نوې دفاع وزیرې سره خبرې وکړي.
دا له هغې وروسته، چې په تېره جنورۍ کې وونالد ترمپ د امریکا د ولسمشر په توګه دنده پیل کړې، هند ته د یوه لوړ پوړي امریکایي چاروکي لومړنی سفر دی.
د امریکا ولسمشر په تېر اګست میاشت کې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د خپلې ستراتیژۍ د اعلان پر مهال له هنده وغوښتل، چې په افغانستان کې خپل رول پیاوړی کړي.
پنتاګون ویلي، چې متیس به د امریکا له خوا په افغانستان کې د دیموکراسۍ، ثبات، امنیت او سوکالۍ لپاره د هند پراخه ونډه وستایي.
هند تر اوسه له افغانستان سره شاوخوا درې میلیارد دالره مرسته کړې ده.
دغه سفر په داسې حال کې تر سره کیږي، چې د ملګرو ملتونو ۷۲ ناستې ته د هند استازې د پاکستان په اړه ویلي، چې مونږ افغانستان ته ښوونکي او داکتران روزو؛ خو پاکستان ورته ترورستان روزي.