تازه خبرونه

د روزګان په چوره ولسوالۍ کې ۱۷ وسلوال وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت د روزګان په چوره ولسوالۍ کې د ۱۷ وسلوالو له وژلو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر وایي، چې دا وسلوال تېره ورځ د چورې ولسوالۍ په بارکزي سیمه کې پر هوایي برید وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په برید کې۱۰ نور وسلوال ټپيان شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version