تازه خبرونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یو پلاوي په ملتیا پاکستان ته سفر کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ځینو امریکایي چارواکو په ملتیا پاکستان ته سفر کوي. پاکستاني او امریکایي سرچینې وایي، چې امریکایي چارواکي به د افغانستان او سویلي آسیا په اړه د ولسمشر دونالد ترمپ پر وروستۍ تګلاره ټینګار وکړي.

ځینو سرچینو ویلي، چې ریکس تیلرسن او امریکایي پلاوی به له پاکستان وغواړي، چې د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي.

پاکستان، چې د ترهګرو ملاتړی یاد شوی؛ تر نورو ډېر له سخت فشار سره مخ شوی دی.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وایي، مونږ هیله من یو، چې په سیمه کې له رامنځته شویو بدلونونو دواړه هېوادونه ګټه پورته کړي. مونږ باید پر تېرو د ستونزو د حل لپاره ډېر ټینګار ونه کړو.          

پاکستان د واشنګتن او کابل لخوا تورن دی، چې له ترهګرو ملاتړ کوي. اوس که امریکا وکړای شي پاکستان د ترهګرو له ملاتړ لاس اخیستو ته قانع کړي؛ سولې ته د رسیدو لپاره به د افغانستان مزل څومره لنډ کړي؟

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، که پاکستان پر خپلو ژمنو وفا وکړي او هغه پلې کړي؛ ارینه ده، چې ستونزې به حل شي، خو دغه هېواد دا کار تر دې دمه نه دی کړی.          

د امریکا ځینو رسمي سرچینو ویلي، چې د امریکایي  پلاوي او پاکستاني چارواکو تر منځ به پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې اترې وشي.

Trending

Exit mobile version