تازه خبرونه

د امریکا د نوې تګلارې او اوسني وضعیت په تړاو دې دودیزه لویه جرګه جوړه شي- حامد کرزی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت او طالبانو دواړو ته لیکونه لیږلي او د امریکا د نوې تګلارې او اوسني وضعیت په تړاو یې د سلا مشورو لپاره د دودیزې لویې جرګې د جوړیدو غوښتنه کړې ده.

هغه ډاډمن دی، چې دې تګلارې په سیمه کې د جګړو او سیالیو زمینه برابره کړې او د سولې پیغام نه لري. له همدې کبله یې د حکومت مشرانو او طالبانو ته لیکونه لیږلي او په دې تړاو او دغه راز یې د اوسني وضعیت په اړه د دودیزې لویې جرګې د جوړیدو غوښتنه کړې ده.

پخوانی ولسمشر حامد کرزي طالبانو ته نه یوازې دا په ډاګه کړې، چې د افغانستان اوسنی وضعیت درک کړي، بلکې د هېواد پر روان حالت دې هم ځانونه وپوهوي.

د امریکا د تګلارې مهمه برخه پر پاکستان فشار راوړل دي، چې د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي؛ خو حامد کرزي د امریکا لخوا پر پاکستان له فشار راوړولو سره مخالفت کړی دی.

هغه څرګنده کړې؛ هر ځل، چې پر پاکستان فشار راغلی زمونږ خلک یې وژلي. تر دې دمه مونږ پر پاکستان د فشارونو د راوړلو پایله لیدلې نه ده او مونږ نه غواړو، چې هېواد مو د جګړې ډګر شي.  

کرزی د حکومت دغه ادعا هم ردوي، چې وایي افغانستان کې شل ترهګرې ډلې فعالې دي.

دی یوازې داعش او القاعده په هېواد کې فعالې ترهګرې ډلې بولي؛ خو طالبانو ته یې نوی تعریف ټاکلی دی.

حامد کرزي په ډاګه کړې، چې داعش او القاعده له شک پرته تروریست دی؛ خو د طالبانو ډله مونږ د افغانستان خلک ګڼو.

حامد کرزی د آریانا نیوز د یوې پوښتنې په ځواب کې مبهم ځواب ورکوي او څرګندوي؛ هیله من دی، چې د ملي وحدت حکومت له داعش ملاتړ ونه کړي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د کرزي خبرو ته سخت غبرګون وښود او وایي ، چې د افغانستان له خاورې څخه د چا د خاورې په وړاندې ګټه نه پورته کیږي او افغانستان اوس پر غوره لار حرکت پیل کړی دی.

که څه هم حامدکرزي ته په ډېر ځنډ خبري ناسته جوړه شوې؛ خو په جګړه کې ښکېلو خواوو ته د لیکونو پر استولو سربېره یې دا هم وویل، چې د امریکا د نوې تګلارې په اډانه کې پر پاکستان د فشار له ډېرولو سره نه یوازې مخالفت لري، بلکې له حکومت یې هم غوښتي، چې افغانستان ته د دې تګلارې د ضرر ناکو مواردو په وړاندې ودریږي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version