تازه خبرونه

د امریکا بهرنیو چارو وزیر نن په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کابل کې د امریکا سفارت د څرګندونو له مخې؛ نن دوشنبه(د لړم لومړۍ) د امریکا بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغلي او د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره یې لیدلي دي.

سفارت دا هم په ډاګه کړې، چې دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې، ثبات او اوږدمهالې سوکالۍ پر ټینګښت ټینګار کړی دی.

په دې لیدنه کې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا د نوې تګلارې د بېلابېلو اړخونو د څرګندونو تر څنګ په سیمه او افغانستان کې پر تلپاتې سولې او ثبات ټینګار هم وشو.

ویل کیږي، چې نوموړي د افغانستان له مشرانو او رهبرانو سره د ناامني، جګړو او د حکومت پر روانو ستونزو ځغلنده کتنه کړې او په دې اړه دواړو خواوو خپلې ژمنې نوې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا ډاډ دهم څرګنده کړې، چې، د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا نوې تګلاره ښيي، چې په افغانستان او سیمه کې له نورو شریکانو سره ګډه کار کیږي، چې په افغانستان کې سوله را منځته او د ترهګرو پټنځي ویجاړ او له منځه یوړل شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جنوبي آسیا لپاره د امریکا له نوې سټراتېژۍ ملاتړ څرګند کړی او زیاته کړې یې ده، چې حکومت د ټولو افغانانو خوندیتوب، امنیت او سوکالي غواړي او د ډاډ د تر لاسه کولو لپاره د اصلاحاتو د راوستلو په برخه کې ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني به سبا سې شنبه هند ته سفر وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د هندي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له هندي چارواکو سره پټه لیدنه کړې؛ خو جزئیات یې په ډاګه شوي نه دي.

ویل کیږي، چې ښاغلی ریکس تیلرسن به له کابله  اسلام آباد ته وخوځیږي 

Trending

Exit mobile version