تازه خبرونه
د امریکا او چین ولسمشرانو د یوه سوله ییز افغانستان لپاره د ګډ کار ژمنه وکړه
د امریکا ولسمشر له خپل چینایي سیال سره له کتنې وروسته یوې خبري غونډې ته وویل، دوی د یوه سوله ییز افغانستان لپاره د ګډ کار ژمنه کړې ده.
د امریکا ولسمشر په بیجنګ کې له خپل چینایی سیال سره د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه ویلي، چې ترهګري او بنسټ پالنه ټولې نړۍ ته ګواښ دی.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ څرګنده کړې، چې د راتلونکي امنیت او له بنسټ پالنې او ترهګرو څخه زمونږ د خلکو د ساتنې لپاره ولسمشر شي او ما د یوه سوله ییز افغانستان لپاره د ګډ کار ژمنه وکړه. ترهګر ټول بشریت ته ګواښ دي او مونږ اسلامي توندلاریتوب دروو.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده وایي، چې واشنګتن او بیجنګ په سویلي آسیا کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هوکړه لري.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده هوا چنینګ ویلي، چې دواړو لوریو له ترهګرۍ سره مبازره او په سویلي آسیا کې د سولې او ثبات پر ټینګښت خبرې اترې وکړې. چین او امریکا د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې ګډې ګټې لري.
چین د سولې لپاره د همغږۍ د ډلې غړی و. په دې ډله کې د چین تر څنګ افغانستان، پاکستان او امریکا هم برخوال ول؛ خو د پاکستان لخوا پخپلو ژمنو نه عمل دغه ناستې بې پایلې پاتې کړې. چین تل د افغانستان د سولې په برخه کې د همکاریو ژمنه کړې ده.