تازه خبرونه
د بهرنیو ځواکونو په شتوالي کې سوله ناشونې ده- امین کریم
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي غړی وايي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتوالي په صورت کې سوله ناشونې ده.
شاوخوا شپاړس کاله کیږي، چې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې له سخت دریځو او وسلوالو طالبانو سره په جګړه کې دي.
د حزب اسلامي غړی محمد امین کریم وايي، چې په هېواد کې د نړیوالو سرتېرو د شتوالي په صورت کې سوله نه شي ټينګیدای.
ښاغلی امین زیاتوي، چې د افغانستان په اساسي قانون کې هم باید ځينې بدلونونه رامنځته شي.
د زور جګړې او کلشینکوف له لارې هڅې غوره پایلې نه لري؛ ځکه، چې سیمه ییز استبداد نړیوال هغه ته لمن وهي.
هغه زیاتوي؛ کله، چې په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو ځواکونو شمېر لږ شو، حزب له حکومت سره د سولې خبرې بریالۍ کړې.
له بلې خوا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر عبدالسلام ضعیف وايي، چې په ۲۰۱۳ کې د طالبانو سیاسي دفتر یوازې د یو ساعت لپاره پرانستل شوی او بیا تړل شوی دی.
د نوموړي په وینا؛ د جګړې حل یوازې په کورنیو او خپلمنځي خبرو کې دی.
افغان حکومت بیا پاکستان ته په تمه دی، چې په خپله خاوره کې د سخت دریځو او وسلوالو طالبانو مرکزونه وتړي او له ملاتړ څخه یې لاس واخلي.
اوس اوس نړیواله ټولنه هم په دې باور ده، چې که پاکستان په خپله خاوره کې د سخت دریځو مرکزونه ونړوي، په افغانستان او سیمه کې د امنیت امکان شته.