تازه خبرونه

د امریکا نوې تګلارې د افغانستان په جګړه کې بندون مات کړی- ترمپ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر خپله نوې تګلاره، چې افغانستان او جنوبي آسیا ته یې په اګست میاشت کې اعلام کړې، بریالۍ بولي؛ ځکه د هغه په باور په جګړه کې بندون مات شوی او یاغي ډلې آرامه ندي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي، چې زمونږ سرتېري نور په افغانستان کې په مصنوعي زمان بندۍ نه ودریږي. زمونږ دښمنان به نور زمونږ له پروګرامونو خبر نشي، مونږ وروسته له دې پایلې د جګړې په میدانونو کې ګورو.

پاکستان د دې لپاره، چې د امریکا مرستې تر لاسه کړي، تل یې له راز راز نیرنګونو کار اخیستی دی.

دونالد ترمپ دا هم ویلي؛ مونږ پاکستان ته څرګنده کړې، چې مونږ د هغو په قلمرو کې د ترهګرو خلاف مبارزې ته ژمن یو او باید په دې برخه کې پریکنده همکاري ولرو؛ مونږ دوی ته هر کال د مرستو لپاره ډېرې پیسې ورکوو.

په وروستیو کې داسې انځورونه خپاره شوي، چې نړیوال ځواکونه د جګړې په میدانونو کې د خیل ښیي.

امریکایي ځواکونو له وړاندې ویلي وه، چې پر ترهګرو یې هوایي بریدونه ډېر کړي دي.

Trending

Exit mobile version