تازه خبرونه
د جلال آباد ښار په مقام خان ادیره کې چاودنې ۳۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار په مقام خان ادیره کې چاودنې د هسکې مېنې د پخواني ولسوال ګل ولي د جنازي ۱۵ ګډونوال وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي.
د هسکې مېنې د پخواني ولسوال ګل ولي د تره زوی ملنګ جان وايي، چې یو ځانمرګي د امام له لومړي الله اکبر سره په لومړي صف کې چاودنه وکړه.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، چاویدونکي توکي په یو موترسایکل کې ځای پرځای شوي وه، چې په کې ۱۵ کسه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د جلال آباد د مرکزي روغتون رییس داکتر احسان الله شینواری وایي؛ د قربانیانو ډېره برخه د ګل ولي د کورنۍ غړي او خپلوان دي.
په روغتونو کې بیړنی حالت اعلان شوی او په ټپیانو کې د ډېرو حالت د اندېښنې وړدی. اوس هم معالومه نه ده، چې په قربانیانو کې حکومتي مامورین هم شته اوکه نه؟
د جنازې لمونځ کوونکی حکمت الله وایي، د جنازې ډېر ګډونوال د شینوارو قومي مشران دي، چې پګړۍ او خولۍ یې پر وینو لړلې هدېره کې پاتې دي.
نه تر اوسه له دې پېښې سره د تړاو په تور حکومت څوک نیولي او نه هم کومې وسلوالې ډلې د دې پېښې مسوولیت پرغاړه اخېستی.
په تېر کې د دا ډول ځينو بریدونو پړه د داعش جنګیالیو پرغاړه منلې وه.
خبریال: رحمت الله زیارمل