تازه خبرونه

د جمعیت اسلامي د والي عبدالکریم خدام د لیرې کولو فرمان رد کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د جمعیت اسلامي افغانستان رهبرۍ شورا په یوه اعلامیه کې د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې ۳۰) د ملي وحدت حکومت هغه فرمان رد کړ، چې له مخې یې عبدالکریم خدام د سمنګان د ولایت له مقامه لیرې شوی او پر ځای یې عبداللطیف ابراهیمې دغه مقام ته ټاکل شوی دی.

د دغه حزب په اعلامیه کې راغلي، چې د سمنګان د والي لیرې کولو دغه فرمان د تاوتریخوالي د ډېرولو لپاره  یو نامناسب او بې وخته پورته شوی ګام دی، چې د ملي وحدت حکومت له سیاسي هوکړې ښکاره سرغړونه ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دې حزب رهبري شورا د سمنګان والي عبدالکریم خدام په پلوۍ د دغه ولایت د خلکو او ترک توکمو غوښتنې ډاډمنې بولي او د ده د لیرې کولو فرمان ردوي.  

د تېرې شنبې پر ورځ ( د سلواغې ۲۸) د ملي وحدت حکومت د ولسمشر د فرمان له مخې د سمنګانو والي عبدالکریم خدام د ولایت له مقامه لیرې کړ او پرځای یې عبداللطیف ابراهیمي وټاکه .

د سمنګان پخواني والي عبدالکریم خدام د یکشنبې پر ورځ(د سلواغې ۲۹) یوې خبري ناستې ته ویلي وه، چې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې پرېکړه نه مني او د سمنګان د والي په توګه به پر خپل مقام پاتې وي.

هغ دا هم ویلي؛ ملي وحدت حکومت دا صلاحیت نلري، چې والیان له دندې ګوښه او یا یې پر ځای بل څوک وټاکي.

د ده د وینا له مخې؛ ده ته د ولایت مقام  جمعیت اسلامي او ترک توکمو سپارلی او تر هغې به دنده تر سره کوي، چې دوی لیرې کړی نه وي.    

د جمعیت اسلامې د رهبرۍ شورا مشر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني تېره ورځ ویلي وه؛ د سمنګان والي جناب عبدالکریم خدام د درناوي وړ، د جمعیت اسلامې د رهبرۍ غړی او د ترکمنو د محترم قوم پوه او تجربه لرونکی شخصیت دی.

د سمنګان د پخواني والي عبدالکریم خدام مرستیال ضیاءالدین ضیاء هم ګواښ کړی، چې که حکومت د پوځي مداخلې په فکر کې شي؛ نو سخت ځواب به وويني. دی هم د ولسمشر لخوا ګوښه شوی و؛ خو اجرائیه رییس بېرته ټاکلی دی.

عبدالکریم خدام تېر کال د سمنګان د والي په توګه ټاکل شوی و، چې تېره ورځ له دندې ګوښه او پر ځای یې د ولسي جرګې د رییس عبدالرووف ابراهیمي وراره عبدالطیف ابراهیمي د سمنګان والي په توګه وټاکل شو.

دا د جمعیت اسلامي دوه یم والي دی، چې د دې ادارې پرېکړه ردوي.

دوه میاشتې وړاندې ارګ د بلخ والي عطاء محمد نور هم له واکه ګوښه کړی؛ خو د دوه میاشتو په تېرېدو بیا هم نوموړی تراوسه د بلخ والي دی او د بلخ لپاره نوي ټاکل شوي والي انجینر داود ته د کار موکه نه ده ورکړشوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویانده منیره یوسفزاده د والي لیرې کول او پر دنده ګومارل د ولسمشر واک بولي او وایي،  د دې ولایت نوی والي به ژر کار پیل کړي.

قتیل زوی

Trending

Exit mobile version