پرمختګ او بشپړتیا

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي له هېواده بهرسفر نشي کولی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشرۍ ماڼي د دستور له مخې؛ د اوبو او انرژۍ وزارت ټول چارواکي له هېواده بهرسفر نشي کولی؛ ځکه، چې د پکتیا ولایت د مچلغو د برښنا بند پروژې په اړه بشپړ پلان ولسمشرۍ ماڼې ته وړاندې نکړای شو.

د یاد د ستور پر بنسټ دا اقدام؛ ځکه غوره شوی، چې د مچلغو بد د پلان او جدول په ترتیب کې دوه ګونی برخورد رامنځته شوی دی.

دا دستور او سند د مچلغو د برښنا بند د کار په غبرګون کې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د اوبو او انرۍ وزارت د مسوولینو په اړه صادرشوی. په دې دستور کې راغلي؛ د یاد وزارت ټول مسوولین باید د مچلغو بند لپاره بشپړ او ځانګړی پلان ولسمشرۍ ماڼي ته وړاندې کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په دستور کې راغلي: د مچلغو بند په اړه شوي اجرات د منلو وړندي. د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي  تر هغې له هېواده بهر سفر نشي کولی، چې د یادې پروژې پلان او د هرې برخې لپاره جدول بندي جوړه شوې نه وي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین هم وايي؛ د ولسمشرۍ ماڼۍ د ټولو احکامو، دستوارتو او فرمانونو، د ټولو غوښتنو او پوښتنو د پوره کولو مسوولیت لرو. د مچلغو د بند موضوع روانه ده او ډېر ژر به ولسمشرۍ ماڼي ته پلان او جدول وړاندي شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند آصف غفوري وایي؛ مونږ ته هم سند رسیدلی او هڅه کوو، چي د یاد سند وړاندیزونو ته په احترام  د غوښتنو د پوره کولو هڅي پیل کړو او ډېر ژر به ټول پلان ولسمشرۍ ماڼي ته وړاندې او اړوند ادارو ته هم سپارښتنه شوې ده.

د ملي شورا ځینو غړيو هم ويلي؛ د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا د اوبو او انرژۍ له وزارت سره له دغه چلنده هر کلی کوي او وايي؛ ټول مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته په جدي تو ګه لاسرسي ومومي.

د ولسي جرګې غړی غلام فاروق نظري وایي: زه د ولسمشر له دغه ګام هرکلی کوم. باید ټول وزیران د خپلو آمرینو اطاعت وکړي او هم خپلو مسوولیتونو ته سم لاسرسی ومومي، چې کارونه سم، پر وخت او اغېزمن ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې په ځینو پروژو کې د دغه وزارت د چارواکو د  ګډون مخنیوی شوی او په هوايي ‌ډګر کې هم له سفره را ګرځول شوی دی.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version