تازه خبرونه

د اوبو او انرژۍ وزیر له دندې لیرې کړای شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشرۍ د حکم له مخې؛ د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني له دندې لیرې کړای شوی او اعلام شوې، چې ولسي جرګې ته د نوي وزیر تر ورپېژندلو به د دغه وزارت مرستیال انجنیر محمد ګل خُلمی پر خپلې دندې سربېره د سرپرست په توګه د دغه وزارت چارې هم تر سره کوي.

د اوبو اوانرژۍ وزارت د پخواني وزیر یو خپل آریانا نیوز ویلي، چې اجرائیه رییس ښاغلی عبدالله د نوموړي له لیرې کولو خبر نه دی. کیدی شي سپیدار ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو د ښاغلي عثماني لیرې کول د ملي وحدت حکومت له هوکړې سرغړونه ونوموي.

تر اوسه له دندې د علي احمد عثماني د لیرې کیدو دلیل نه دی معلوم شوی؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د  افرادو تبدیلي او ګوښه والی یو عادي بهیر دی.

Trending

Exit mobile version