بلخ @ps
د دوشي- پلخمري پر لویه لار ترافیکي پېښې۲۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په بغلان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله د یوې کورنۍ ۴ غړي مړه شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې پېښه تېره ورځ ناوخته د دوشي- پلمخري پر لویه لار د کرولا او فلانکوچ موترو له ټکر رامنځته شوې او ټپان د سیمې اړوند روغتونونو ته لیږدول شوي دي
چارواکو په ډاګه کړې، چې په ټپیانو کې لس نجونې هم شته.
د دغې پېښې د رامنځته کیدو لامل د دریورانو بې احتیاطي ښودل شوې ده.