تازه خبرونه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته رارسیدلی دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دوشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۱۸) کابل ته په یو ناڅاپي سفر رارسیدلی دی.
ولسمشر اشرف غني په کابل کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه خبري ناسته کې څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د جنوبي آسیا لپاره د امریکا د ادارې ستراتیژۍ ستر اغېز کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم له ولسمشر غني سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل، چې امریکا اوس د افغانانو ترڅنګ د یو تلپاتي شریک په توګه ولاړه ده.
هغه دا هم څرګنده کړه، چې د امریکا ستراتیژي طالبانو ته یو ښکاره پیغام لري، چې نشي کولی له پوځي لارې ګټونکي شي او مونږ یې د جګړې په ډګر کې د هڅو کمیدل او د سولې هغه وینو.
هغه دغه راز ویلي، چې نن موږ د رڼو ټاکنو د بریاوو لیدونکي یو. مونږ له افغان ځواکونو څخه د خلکو له خوښې سره سمې د ډاډمنو او رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د آسانتیاوو له برابرولو مننه او ملاتړ کوو.
ښاغلی پمپیو به په دې سفر کې له خپلو ځواکونو د ملاتړ تر څنګ له افغانستان سره د همکاریو په اړه او د حکومت له لوړپوړیو چارواکو سره هم خبرې اترې ولري.