تازه خبرونه
د جلال آباد ښار د هډې په څلورلاري کې چاودنې مرګ و ژوبله رامنځته کړې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې د جلال آباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند د هډې په څلور لاري کې چاودنه شوې.
د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي، د چاودنې موخه پوليس ول، چې له کبله يې دوه پوليس وژل شوي.
خوږياڼي زیاته کړې، چې د چاودنې نوعيت څرګند شوی نه دى.
يوه بله امنيتي سرچينه وايي؛ يوه ځانمرګي د امنيت د يوه مدير موتر، چې د پوليسو پوستې ته نږدې ولاړ و، په نښه کړى، چې له کبله يې د امنيت د مدير په ګډون پېنځه کسه وژل شوي او پېنځه ټپيان دي.
په قربانيانو کې ملکي وګړي هم شته.
تر دې دمه د پېښې مسوولیت چا پر غاړه ندی اخیستی.