تازه خبرونه
د جلال آباد ښار د بهسود پله په څلور لاري کې ځانمرګي برید شوی
د ننګرهار والي ویاند وايي، چې په برید کې د ملي اردو سرتېرو ته مرګ و ژوبله ا وښتي ده.
یوه بله سرچینه وايي، چې برید د څلورمې لوا د ګارنیزون د قومندان رسول محمد پر موتر شوی، چې هغه روغ دی؛ خو نورو سرتېرو ته یې مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د عامې روغتیا مسوولین وايي، چې د پېښې له ځایه یو مړی او څلور ټپیان روغتون لیږدول شوي دي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د ملي اردو یو اتل سرتېري محمد عمر نومي د خپل ژوند پر سرښندنه د سلګونه وطنوالو ژوند وژغوره.
په خبرپاڼه کې راغلي، د بهسود پله تر څېرمه په څلور لاري کې نن ماښام نږدې محمد عمر نومي د ملي اردو قهرمان سرتېري پر یو کس شک وکړ او پلټنې ته یې ودراوه، چې د پلټنې پر مهال یې ځانمرګی بریدګر په غیږې کې ونیوه او د شهادت لوړ مقام یې خپل کړ.
د خبرپاڼې له مخې؛ اتل سرتېرې خپل ژوند قرباني کړ؛ خو په سیمه کې یې د سلګونه وطنوالو او نورو سرتېرو ژوند وژغوره .
په دې پېښه کې څلور سرتېرې او یو ملکی وګړی هم ټپيان شوي، چې د درملنې لپاره حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي .