تازه خبرونه

د تېرې یوې اوونۍ په جګړو کې له ۳۵۰ ډېر افغانان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د تېرې یوې اوونۍ په جګړو کې دوه سوه پنځوس افغان سرتېرو، له سل ډېرو ولسي وګړیو ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز په ټولیزه توګه ژوبل شوي عام وګړي او سرتېري درې سوه ته رسیدلي دي.

پر افغانستان له تېرې جمعې راپدیخوا یو ځل بیا خونړۍ شپې او ورځې راغلې؛ په یوه اوونۍ کې وسلوالو طالبانو په غزني، بغلان، فاریاب او ځینو نورو ولایتونو کې بریدونه وکړل، چې شاوخوا دوه سوه پنځوس افغان سرتېري یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل. د ملکیانو مرګ و ژوبله هم لوړه وه. کابو سل ولسي وګړي هم وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. دغه راز په کابل کې پر یوه روزنیز مرکز په ځانمرګي برید کې پېنځه شپېته زدکوونکي ووژل شول او اویا نور ټپیان دي.

د غزني په څو ورځنۍ جګړه کې ۱۴۵ سرتېري او ۶۰ ولسي وګړي وژل شوي او له دوه سوه ډېر سرتېري او ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

طالبانو په بغلان کې د علاوالدین په پوځي مرکز کې پېنځه څلوېښت افغان سرتېري ووژل او په قیصار کې یې د چینایانو په پوځي کمپ کې پر افغان سرتېرو برید وکړ او د یو سل و پنځوس سرتېرو ژوند یې واخیست.

پوځي مسوولین وايي، چې سرتېري د هېواد او خلکو د خونديتوب په لار کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د تېرې یوې اوونۍ د دغې مرګ و ژوبلې په اړه وایي، چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد او خلکو څخه د دفاع لپاره ځانونه قربانوي او تر وروستي څاڅکي وینې جنګیږي.

له دې مخکې داسې ګنګوسي وه، چې د کوچني اخترد اوربند په ورځو کې په ګڼ شمېر وسلوال طالبان ښارونو ته ننوتل او بېرته ونه وتل؛ خو پولیس بیا دا نه مني.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، پر غزني برید زمونږ د کمزورۍ پر لامل نه و؛ له طالبانو سره حقاني ډلې، القاعده او نورو وسلوالو ډلو مرسته وکړه او دا برید یې تر سره کړ.

که څه هم جګړو زور اخیستی؛ مرګ و ژوبله لوړه شوې، خو پر دې سربېره ویل کیږي، چې حکومت او وسلوال طالبان ښايي د راتلونکي لوی اختر په ورځو کې بیا اوربند وکړي.

Trending

Exit mobile version