تازه خبرونه

د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې خپله پوځي کړنلاره بدلوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا دفاع وزارت وایي، اوس هم د طالبانو کړنلاره د جګړې پر دوام ولاړه ده؛ له همدې کبله د دې ډلې پر وړاندې نوې جنګي تګلاره کارول کیږي او په هغو سیمو کې به د امریکایي ځواکونو حضور پراخ شي، چې تر ګواښ لاندې دي.

په افغانستان کې جګړه د پراختیا په حال کې ده او د افغان ځواکونو ماموریت هم له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوی دی. په دې جګړه کې د افغان ځواکونو د تلفاتو له زیاتیدو سره جوخت د امریکا دفاع وزیر د یوې داسې کړنلارې د عملي کولو خبره کوي، چې د افغان ځواکونو تلفات به ورسره لږ شي.

هغه په دې اړه د ډېرو جزیاتو له ورکولو ډډه کوي؛ خو دا یې ویلي، چې د دغه پروګرام له مخې به افغان ځواکونو ته لازم امکانات ورکړ شي، چې په تر ګواښ لاندې سیمو کې له طالبانو سره وجنګیږي.

د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس وایي، چې هغوی(طالبانو) تېر کال افغان او امریکايي ځواکونو ته ستر تلفات واړول؛ له همدې کبله مونږ د طالبانو د کړنلارې له مخې، چې د جګړې پر دوام ولاړه ده، خپل تکتیکونه بدلوو او په یو شمېر سیمو کې به خپل پوځي حضور پراخ کړو.

د سویلي آسیا لپاره د دونالد ترمپ د کړنلارې له مخې، ‌ډ‌ېر تمرکز د داعش پر ځپلو او په زیاترو مواردو کې له طالبانو سره په جګړه کې بوختو افغان سرتېرو ته پر مشورو ور ټول و.

پوځي شنوونکی اسدالله ندیم وایي، چې د افغان ځواکونو د تلفاتو لوی لامل د امریکایي ځواکونو د ناکره تاکتیکونو کارول دي. دوی باید کلونه مخکې خپل جنګي تاکتیکونه نوي او د افغانستان له شرایطو سره سم کړي وای.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د امریکایي ځواکونو تاکتیکونه ډېر د تکنالوژۍ پر بنسټ ولاړ دي نه پر بشري ځواک.     

امریکایي رسنیو د امریکا د پوځي چارواکو له قوله څرګنده کړې، چې د لومړي ځل لپاره به د ملي ګارد څلور سوه سرتېري په را روان ژمي کې افغانستان ته د یوه غیرمحاربوي ماموریت د تر سره کولو لپاره ولاړ شي.

د امریکا ملي ګارد، چې په سرې قطعې هم شهرت لري؛ په لومړۍ نړیوالې جګړې او د عراق په جګړه کې یې ښې کارکړنې درلودلې دي.

پوځي شنوونکی جاوید کوهستانی وایي؛ زمونږ د ځمکني ځواک هوایي ملاتړ ته دې راودانګي او د دښمن پر پوځی مرکزونو دې بریدونه وکړي، چې نه یوازې ووېشل شي، بلکې د پراخو هڅو مخه یې هم ونیول شي.         

د افغانستان د سږ کال جګړه د سوریې د جګړې په تناسب ډېره خونړۍ یاده شوې؛ ځکه دې جګړې د امنیتي بنسټونو په وینا، هره ورځ په منځني توګه د دېرش افغان سرتېرو او منسوبینو ژوند اخیسی او د وسلوالو مخالفانو تلفات هم درې برابره زیات ښودل کیږي.

 د ترمپ له کړنلارې تمه دا وه، چې افغان حکومت ته به ګټه ورسوي؛ خو ورځ تر بلې د ناامنیو لمن ور سره پراخه شوه.

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version