پرمختګ او بشپړتیا
د اوسپنې ویلي کولو د یوې فابریکې د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د هېواد سوداګر وایي؛ په کابل کې د اوسپنې ویلي کولو د یوې فابریکې د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې پرې شل میلیون دالر پانګونه شوې ده.
د هېواد یو ملي سوداګر په نړیوال معیار برابره د وسپنې ویلي کولو د یوې فابریکې د جوړولو د بنسټ ډبره کیښوده.
د دغې فابریکې بنسټوال وايي، چې دغه فابریکه به په یوکال کې خپل فعالیت پیل کړي او لدې لارې به حکومت ته د کال یو میلیارد افغانۍ مالیات وسپارل شي.
هغه له حکومته غواړي، چې کورنیو تولیداتو ته پوره پاملرنه وکړي.
د فابریکې بنسټوال خان محمد وردګ وایي؛ مونږ د دې وړتیا لرو، چې د دې فابریکې له فعالیت سره به مو د هېواد اوسپنو ستونزه ۵۰ سلنه حل شي. مونږ له حکومته غواړو، چې له ژمنې سره سمه د وارداتو تعرفه هم لوړه کړي.
د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال وايي، اوس هم د سوداګرو او صنعتکارانو په وړاندې ستونزې شته؛ خو د دې ستونزو د حل لپاره حکومت تر یوه بریده اړوند کارونه پیل کړي دي.
اجرائیه ریاست لومړی مرستیال محمد خان وایي: مونږ د صنعتي کیدو لپاره خپلي هڅي کوو او ټول مسوولین حاضر دي، چې د صنعتکارانو ستونزې په ورین تندې واوري او د حل لارې چارې ورته ومومي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مسوولین بیا وايي، چې د خصوصي سکتور د پراختیا لپاره به په قوانینو او ورځینو چارو کي سهولیتونه رامنځته شي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزیر همایون رساه وایي: افغانستان اوس د صنعتي کیدو لار خپله کړې، چې دا کار کولی شي هېواد له اقتصادي بحرانه راوباسي.
د کانونو او پترولیم وزارت سرپرسته نرګس نهان صنعتکارانو ته ډاډ ورکوي او وایي، چې: مونږ د کانونو د استخراج او صنعتکارانو ته د اومه توکو په برابرولو کې کار کړی او خصوصي سکتور ته زمونږ تازه قانون ډېر سهولیتونه برابر کړي دي.
د یادوني وړده، چې د دې فابریکې له جوړیدو سره به نږدې دوه زره کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره او هر کال به د سلګونه میلیون دالرو پر ارزښت له هېواده د اوسپني د وتلو مخنیوی وشي.
خبریال: اسلم حجاب