تازه خبرونه

د امریکا استازی خلیلزاد له کابل وروسته اسلام آباد ته رسیدلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي له افغان چارواکو سره له خبرو اترو وروسته د سې شنبې پر ورځ(د تلې ۱۷) په دوه ورځني سفر اسلام آباد ته رسیدلی دی.

پاکستانيو رسنیو ویلي، چې خلیلزاد به د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وویني او د سفر مهمه موخه یې د افغانستان پر سوله خبرې دي.

زلمی خلیلزاد اوس د افغانستان د سولې لپاره په پاکستان کې دی، چې د اووه لس کلنې جګړې لپاره یوه سوله ییزه حل لار پیدا کړي.

په ښکاره خلیلزاد هڅه کوي، چې د پاکستان نوی حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو ته وهڅوي او دغه بهیر ته یې ورګډ کړي.

د امریکا سفارت وایي، استازی به یې له پاکستان وروسته د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفرونه ولري.

د اجرائيه ریاست ویاند مجیب رحمان رحیمي د خلیلزاد د سفر په اړه وایي: نوموړي خپل سیمه ییز سفر پیل کړی دی. مونږ هیله من یو، چې د سولې هلې ځلې به یې غوره پایلې ولري.              

خلیلزاد تل د پاکستان پر سیاستونو نیوکې کړي او د افغانستان د سولې په بهیر کې یې ګډون دا هیلې رامنځته کړي، چې کیدی شي پاکستان راضي او طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.

د (افغانستان د ملي نهضت رییس سید اسحاق گیلاني) وایي؛ زه هیله من یم، چې خلیلزاد به افغانستان ته له نوي فکر سره راغلی وي او د سفارت د مهال فکر به یې زمونږ د ګاونډ پاکستان په اړه هیر کړی وي.

ناتائید شوي راپورونه وايي؛ خلیلزاد په دوبۍ کې د طالبانو له استازیو سره کتلي، خو ځینې سیاست وال وایي: هیڅ تمه نشته، چې طالبان د امریکا له دې استازي سره اوس وګوري.

پخوانی طالب سید اکبرآغا وایي؛ زه فکر نه کوم، چې طالبانو له خلیلزاد سره لیدلي وي.

بنسټیزه خبره دا ده، چې آیا خلیلزاد کولی شي د افغانستان غوښتنې پر ځای کړي؛ ځکه د امریکایانو دا ماموریت ستونزمن یادیږي.

په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر سید مخدوم رهین وایي: څومره، چې خلیلزاد افغانستان پېژني او په سیمه کې له اړیکو برخمن دی؛ د افغانستان د سولې خبرې به آسانه کړي.             

اجرایي ریاست وایي، زلمی خلیلزاد به د پاکستان تر څنګ عربي متحده اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته هم ولاړ شي.

پاکستان ته له روانیدو مخکې خلیلزاد له ولسمشر غني او نورو سیاسي او تنظیمي چارواکو سره کتلي دي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version